په پکتیکا ولایت کې د نوي جومات د اعمار د چارو لیدنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۰۴/۱۳
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مرکز ښرنې په ښار کې د ترانسپورت آمریت د نوي جوړېدونکي مسجد شریف د اعمارله چارو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي محمد طاهر سیفالجهاد وویل چې د یاد مسجد شریف د سپل کانګرېټ اچونه او سنګ کاري بشپړ شوي او د ګرېډ بیم سیخ بندي لا نه وه بشپړه شوې، چې د تخنیکي ټیم د کتنې پر مهال په سیخبندي کې ځینې ستونزې وموندل شوې چې وروسته د لازمې سپارښتنې په ترڅ کې اصلاح شوې.
نوموړي زیاته کړه چې د مسجد شریف د نورو چارو د معیاري پرمخ وړلو لپاره اړوند شرکت ته هم مشخصې سپارښتنې شوې دي، څو د انجینري اصولو پر بنسټ کارونه پرمخ یوسي.
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ساختماني چارو د کیفیت د تضمین او د پروژو د شفافیت لپاره په منظم ډول د ولایت په کچه د نوو پروژو څارنه او ارزونه کوي. د ترانسپورت آمریت د مسجد پروژه د همدې څارنې یوه بېلګه ده.
