په هرات کې د تورغونډۍ ښارګوټي د روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۰۹
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ ښارګوټي د روغتون د ماشومانو د ودانۍ له پروژې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د ودانۍ د چت د قالب بندۍ او سیخ بندۍ کارونه روان دي، همدارنګه د سپتیک څاه کار هم پرمخ ځي. تخنیکي ټیم د ساحې د کارونو د کیفیت او انجنیري اصولو د تطبیق په اړه څارنه ترسره کړه او اړوند شرکت ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
یاده پروژه د هرات د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ پرمخ ځي او موخه یې د روغتیایي خدمتونو د پراختیا او د ماشومانو د درملنې لپاره د معیاري ودانۍ رامنځته کول دي.