د کندهار دامان ولسوالۍ کې لسګونه کسانو ته ځمکې معلومې شوې
۱۴۴۷/۳/۱۸
کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د ریاست اړوند انجنیرانو او مسلکي کسانو یې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې (۱۵۸) کسانو ته د هغوی ځمکې ورمعلومې کړې.
ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، دغه ځمکې د دامان ولسوالۍ په مهاجرینو ښارګوټي کې یادو کسانو ته ورمعلومې شوې.
نوموړی وایي، یاده چاره د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم له مخې ترسره شوه، چې د یادې ولسوالۍ داخلي بې ځایه شوو لپاره وه.
د هغه په خبره، دغو کسانو ته زر (۱۰۰۰) متر مربع ساحه ورکړل شوه، چې کورونه په کې جوړ کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي، چې ورسپارل شوې دندې په خپل وخت او چټکتیا سره ترسره کړي.
