جوزجان ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۳/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په جوزجان ولایت کې د ښاري تخلف مخنیوی وکړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، د ښاري تخلف مخنیوي کې د دغه ولایت د محترم مقام استازي، د جوزجان ښاورالۍ استازي، امنیه قوماندانۍ، ټولګټو چارو ریاست، او د اوبو او انرژۍ ریاست محترمو استازو هم ونډه اخیستې وه.
نوموړی وایي، ګډ هیئت، د تفصیلي پلانونو په شفافیت کې د کار د ښه والي او د غیر قانوني کړنو او بې نظمیو د مخنیوي په موخه فعالیتونه ترسره کړل.
ښاغلی مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ګډ هیئت د جوزجان ښار د تفصیلي پلان(F) ایف او اې(A) ساحې وکتلې او ارزونه یې وکړه.
هغه وایي، د څېړنې په مهال ثابته شوه، چې د پروژې د پلان له مخې په شنه ساحه کې خپلسرې لوړ پوړې ودانۍ او دغه راز د منل شوې نقشې پرته ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي.
ګډ هیئت د ودانۍ له مالک وغوښتل چې د ملکیت اسناد، نقشه او نور لازم اسناد د دوی په واک کې ورکړي، تر څو یې په اړه څېړنې وشي.
د اوسمهال لپاره چارې وځنډول شوې، تر څو یې قانوني پړاونه ترسره کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت یو ځل بیا له ټولو هېوادوالو غواړي چې له خپلسرو چارو او ښاري بې نظمیو ډډه وکړي او خپلې چارې د پلان مطابق سرته ورسوي.