فاریاب کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۳/۱
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د عامې روغتیا ریاست د مسجد شریف د اعمار له پروژې څخه څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یاد مسجد شریف اعمار شاوخوا ۹۰ تر ۹۵ سلنې پورې د نقشي او انجنیري معیارونو سره سم بشپړ شوی دی. د نوموړي په خبره، اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د پاتې چارو د ترسره کولو ترڅنګ د کار د سرعت کچه لوړه کړي او ټولې برخې د انجنیري معیارونو پر بنسټ پر وخت بشپړې کړي.
د یادولو ده، د دغه مسجد جوړېدل به د لمونځ کوونکو لپاره د دیني مناسک په ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي او د ولایت د دیني او ټولنیزو مرکزونو د پیاوړتیا لامل به شي.
