په کابل ښار کې د برېښنا د شبکو له پلانونو څارنه وشوه

1447/02/30
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د پلان شوي برنامې له مخې د کابل ښار د برېښنا شبکو له څو مهمو برجونو او تاسیساتو څارنه وکړه.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، یاد ټیم د خواجه رواش د سرګروپیت د جنکشن دولسمې شبکې اړوند د برېښنا له برجونو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه چې د څارنې په لړ کې د خواجه رواش د برېښنا برجونو، تقویتي برجونو، د دوو ښوونځیو برجونو، د قلعه چمن برج، د ډنډ قاري برج او د امینآباد د برېښنا برجونو د فعالیتونو وضعیت وارزول شو.
د یادولو وړ ده، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو ریاست په دوامداره توګه د زیربنایي شبکو، په ځانګړي ډول د برېښنا شبکو، له فعالیتونو څارنه کوي ترڅو د تخنیکي معیارونو د پلي کېدو ترڅنګ د ښاریانو لپاره د خوندیتوب فضا تضمین شي.