د سکورت بازار د کانال او د وحدت سړک له پروژو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۲
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سکورت بازار د کانال او د وحدت سړک له رغنیزو چارو څخه تخنیکي لیدنه او ارزونه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، په سکورت بازار کې د کانال پروژې کندن کاري او سنګ کاري روانه وه، چې د یادې پروژې د پرمختګ او کیفیت ارزونې لپاره ساحه وکتل شوه او قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې.
ښاغلی مولوي متقي ټینګار کوي، چې رغنیزې پروژې به د ساختماني اصولو، تخنیکي معیارونو او دوامداره نظارت پر بنسټ پرمخ وړل کېږي.