په کابل ښار کې د نجات مېنې ښارګوټي ښاري تخلفات وڅارل شول

۱۴۴۷/۰۱/۰۵
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د اولسمې ناحیې اړوند نجات مېنې ښارګوټی له فزیکي، ساختماني او تخنیکي وضعیت څخه هر اړخیز نظارت او ارزونه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، دغه تخنیکي ارزونه، چې د سایټ پلان (land use)، عامالمنفعه تاسیساتو، استوګنیزو او سوداګریزو واحدونو، د سړکونو او ترانسپورټي شبکو، برېښنا، اوبو رسولو او کانالیزېسیون برخو ته ځانګړې شوې وه، د ښارګوټي د اوسني وضعیت د قانون مندۍ او ښاري نظم د تطبیق په هدف ترسره شوې ده.
نوموړي وویل، تخنیکي ارزونې ښيي چې د ښاري نظم له اصولو پراخې سرغړونې شوې دي، چې د ښار جوړولو د معیارونو، عامه خدماتو، چاپېریال او ترانسپورت پر سیستمونو ناوړه اغېز لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې د قانون پر بنسټ به له ټولو ښاري سرغړونو سره قانوني چلند وشي او ښاري نظم به تامین کړي.