په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي انجنیر اکبري وویل، د ولایت د محترم مقام په هدایت یې د دې ولسوالۍ ټولې ودانیزې چارې و څارلې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو چارې د نقشې او شرطپاڼې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.