د کابل ښار اولسمې ناحیې اړوند د کارته نجات ښارګوټي ښاري تخلفات په نښه شول

۱۴۴۶/۱۲/۶
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار اولسمې ناحیې اړوند د کارت نجات ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه وکړه.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، په دې ښارګوټي کې ځینې خپلسرې چارې او ښاري تخلفات ترسره شوي، چې باید مخنیوی یې وشي.
نوموړی وایي، د ښارګوټي د ځینو برخو د غیرقانوني جوړښتونو او ښاري سرغړونو په اړه یې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړ.
محترم حقاني وایي، په یاد ښارګوټي کې په تجارتي ساحو کې استوګنیزو کورونه جوړ شوي، چې د ښاري قوانینو خلاف عمل دی، د ښوونځیو په ساحه کې هم استوګنیزو کورونه جوړ شوي، د کلینیکونو په ساحه کې کورونه جوړ شوي، په شنو ساحو کې کورونه جوړ شوي، د مسجدونو په ساحو کې جوړ شوي، چې دا ټولې د ښاري اصولو خلاف کړنې دي.
هغه وایي، د دې تخلفاتو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو پروسه بشپړه شوې او خلک هڅول شوي چې ښاري قوانینو او مقرراتو ته پاملرنه وکړي او عملي یې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې د ښاري تخلفاتو څخه ډډه وکړي او د خپل هېواد په منظم او ښکلې ابادۍ کې له وزارت سره همکاري وکړي.