په نورستان ولایت کې د سیلانیانو د هوټل ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۵
د نورستان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي رحیم الله برهاني وایي، د مهندسۍ اوانجينرۍ امر انجينر زلمي نور په ملتیا یې د سیلانیانو د هوټل ودانیزې چارې و څارلې.
ښاغلي مولوي برهاني وویل، د دې هوټل د پلستر کارۍ چارې روانې وې، چې ټولې چارې یې د نقشې مطابق وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.