په کارته نجات مېنه ښارګوټي کې ښاري تخلفات وڅارل شول

۱۴۴۶/۱۱/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار اولسمې ناحیې اړوند د کارته نجات مېنې ښارګوټي تخنیکي ارزونه او څارنه ترسره کړه.
دا څارنه د ښار جوړولو د اصولو، سایټ پلان، عام المنفعه تأسیساتو، استوګنیزو او سوداګریزو ساحو، سړکونو او ترانسپورتي شبکو، برېښنا، اوبو رسولو او کانالیزاسیون برخو کې ترسره شوه.
له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په یاد ښارګوټي کې یو لړ خپلسرې او له ښاري اصولو سره په ټکر کې ودانیزې چارې ترسره شوې دي.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، په ښارګوټي کې د کلینیک لپاره ځانګړې شوې ساحه استوګنیزو نمرو ته بدله شوې، شنې ساحې پر ودانیزو جوړښتونو بدل شوي، سړکونه او تګلارې بندې شوې، او په استوګنیزو زونونو کې لوړپوړیزې ودانۍ جوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د یادو ښاري تخلفاتو په اړه له اړوندو ادارو سره هم همغږي شوې، تر څو د قانوني اقدام لپاره لازم ګامونه پورته شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې خپلې ودانیزې چارې د منظور شوي ښاري پلان او نقشې مطابق پر مخ یوسي.
وزارت ټینګار کوي چې د ښاري نظم او معیاري پرمختګ لپاره د ښار جوړولو اصولو رعایت یو اړین اصل دی، او له تخلفاتو باید په هره کچه مخنیوی وشي