په جوزجان ولایت کې د روغتیايي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۱/۳
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا د عامې روغتیا د (۲۰۰) بستریز روغتون ودانیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي ملا فیضان وویل، د دې پروژې د تعمیر رنګمالي، د کړکیو نصبول او نورې چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو ټولې چارې د نقشې مطابق په ټاکلي وخت تر سره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیاري ډول تر سره شي