په غزني کې د سړکونو د جوړیدو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۹
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د غزني ښار د خواجه حکیم صاحب، د خشک او احمدالله کلي د مدرسي د سړک د جوړیدو له چارو څارنه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي متقي وویل، د خواجه حیکم صاحب سړک (۶۷۰) متره، د خشک سړک (۶۵۰) متره او د احمدالله د کلي د مدرسې سړک (۶۵۰) متره په پاخه او اساسي شکل جوړیږي.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د کارونو د لا ښه کیفیت په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.