غزني ښار د پخواني پلان په تړاو خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۰/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د غزني ښار د محترم ښاروال او د کور او ښار جوړولو ریاست له استازو وکتل او د پخواني پلان د اصلاح په تړاو یې خبرې وکړې.
په ناسته کې، د ټاکل شوې کمیټې غړي انجنیر عبدالله خلیلي د اصلاح شوي پلان په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د نوموړي په خبره، تیر پلان چې په (۶۰) لسیزه کې جوړ شوي ؤ، سم ندي تطبیق شوي چې په همدې دلیل په سیمه کې ډیره ښاري سرغړونه شوې ده.
په اخیر کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ بامیاني په یاد پلان کې د ځینو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.