د نیله باغ استوګنیزې پروژې د چارو پرمختګ په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۰/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په خپل کاري دفتر کې د نیله باغ استوګنیزې پروژې د ودانیزو چارو پر مخ وړونکي (ایم، سي، سي ۱۹) ساختماني شرکت له محترم رئیس (لي لونګ) سره وکتل.
لومړی ښاغلي لي لونګ د نیله باغ پروژې د ترسره شوو چارو او د شته ستونزو په تړاو یادونه وکړه او د حل برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز، د نیله باغ پروژې ودانیزې چارې د قناعت وړ وبللې او یادونه یې وکړه چې، د کور او ښار جوړولو وزارت د دغې پروژې د چارو پرمختګ برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
نوموړي وویل، یاده پروژه مسجد شریف، کلینیک او ښوونځي ته اړتیا لري او هیله یې څرګنده کړه چې دغه برخه کې هم همکاري وشي.
د لیدنې په وروستیو کې د (ایم، سي، سي ۱۹) شرکت رئیس ژمنه وکړه چې د مسجد، کلینیک، او ښوونځي جوړولو برخه کې به بشپړه همکاري کوي.