په پنجشیر ولایت کې د بند خونې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۰/۱۵
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بندخونې له ودانیزو چارو څارنه و کړه.
ښاغلي مولوي نورزاد وویل، د احاطوي دیوال او د امنیتي برجونو چارې د نقشې مطابق روانې وې.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.