په کابل کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي هڅې ګړندۍ روانې دي

۱۴۴۶/۰۸/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، د پلازمېنې کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې له ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړي او چارې د پلان مطابق ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د دغه وزارت له ښاري تخلفاتو څخه د مخنیوي ریاست له محترم رئیس سره وکتل او د ښاري تخلفاتو د مخنیوي پر لارو چارو یې خبرې وکړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وویل، د کابل دوه ولسوالیو پرته نورو ټولو ولسوالیو کې یې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه د څار لړۍ بشپړه کړه.
ښاغلي مولوي حقاني وویل، لازمه ده چې د کابل ښاروالۍ محترم ریاست د دغه ولایت د دوه ویشت (22) ناحیو د تفصیلي پلانونو کاپي د دوی په واک کې ورکړي، تر څو یې مطابق عمل ترسره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په یاده برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې چې، په پلي کېدا سره به یې له تخلفاتو د مخنیوي په هڅو کې چټکتیا او اغېز پیدا شي.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، ګام په ګام دې د کابل ښاروالۍ محترم ریاست په جریان کې واچول شي او د ترسره شوو تخلفاتو برخه کې دې خبر ورکړل شي، تر څو لاس په کار شي او مخنیوی یې وکړي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، په ولایتونو کې دې د ښاري امریتونو کاري ظرفیتونه لوړ شي، تر څو فعال خوځښت ولري، ښاري تخلفات په نښه او د مخنیوي لپاره یې لاس په کار شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې، ښاري تخلفات ترسره کړي.