جوزجان ولایت کې زرګونه جریبه ځمکه سروې شوه

۱۴۴۶/۰۸/۰۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې جوزجان ولایت کې (5003.95) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې دغه ځمکه د جوزجان – اندخوی پر لویه لاره د مهاجرینو د ښارګوټي جوړولو په پار سروې کړه.
نوموړی وایي، له دغې سروې یې موخه دا وه چې یاده ساحه کې د مهاجرینو لپاره منظم ښارګوټي جوړ شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت چې د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري، په ټولو ولایتونو کې یې د مهاجرینو د مېشت کېدو په موخه د ښارګوټو جوړولو په پار د ځمکو تشخیص، سروې او پلان جوړول پیل کړي دي.