په لغمان ولایت کې د کډوالو لپاره ځمکه مشخص شوه

۱۴۴۶/۷/۲۶
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو وزارت ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، د کابل نه د دوه تخنیکي ټیمونو په مرسته یي د کډوالو لپاره د ځمکې توپوګرافي سروې تر سره کړه.
ښاغلي مولوي تیلوي وویل، یاد تخنیکي ټیمونه به د ځمکې لوړې ژورې معلوموي او د وېش لپاره به یې د کډوالو چارو ریاست ته اماده کوي تر څو یې کډوالو ته وویشي.
د یادولو ده، چې د کډوالو لپاره په لغمان ولایت کې څه کم (۷۰۰۰) جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې (۱۳۲۵) جریبه یې په مهترلام بابا (۱۰۵۰) جریبه به مرکز مهترلام کپر ګلۍ "شیطان ګُمک" او (۴۵۹۰) جریبه ځمکه د علیشنګ ولسوالۍ اړوند وچ شمکټ سیمه کې تعین شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو ولایتي کمېټې په همکارۍ هڅې ګړندۍ کړي چې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره په کور دننه د مناسبې سرپناه جوړولو لپاره استوګنیز ښارګوټي، سروې، پلان جوړ، نمره او د لیست له مخې ووېشي.