د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د بادغیس له والي سره وکتل

۱۴۴۶/۰۷/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس له محترم والي حافظ محمد امین عمري سره وکتل.
په دغه کتنه کې، په بادغیس کې د شته وضعیت په اړه خبرې وشوې او د چارو په لا اغېزمنتیا ټینګار وشو.
د ښار جوړولو چارو لا پیاوړتیا او اغېزمنتیا، د مسلکي او علمي کادرونو جذب او هغوی ته د کار کولو زمینې برابرول، ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو ریاستونو دندې او مسؤلیتونه، د ټولو ولایتونو له محترمو والیانو سره د کور او ښار جوړولو د محترمو ولایتي رئیسانو لا زیاته او اغېزمنه همغږي او همکاري رامنځته کول، نور هغه موارد و چې، په دغه کتنه کې پرې خبرې وشوې.
دغه راز، نوی کابل ښار کې د ودانیزو چارو او د پیر او پلور پر څرنګوالي او پرمختګ هم خبرې وشوې.
په پای کې دواړو لوریو په چارو کې پر لا زیاتې او اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ هوکړه وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې، په ټولو ولایتونو کې د خپلو ریاستونو له لارې د مسکن او ښاري منظمې پراختیا برخه کې اغېزمن ګامونه پورته