جوزجان ولایت کې اجباري راستنېدونکو ته د دایمي اوسېدو په تړاو ناسته وشوه

۱۴۴۶/۷/۷
جوزجان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دوی په مشرۍ، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو محترم رئیس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم رئیس، د چاپېریال ساتنې محترم رئیس، د اوبو رسونې محترم رئیس، د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم رئیس، محترم ښاروال، د استخباراتو محترم استازي او د کدستر محترم ریاست استازو ناسته وکړه.
ښاغلي ملا فیضان وویل، په ناسته کې د کډوالو د نمرو د ویش په تړاو د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د شپږمې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په اړه خبرې وشوې.
نوموړی وایي، جوزجان ولایت کې په یو له پخوا شته ښارګوټي کې یو زر او پنځه سوه او څوارلس (۱۵۱۴) نمرې اړمنو کورنیو ته وېشل شوي، خو یو زرو پنځه سوه او یوولس (۱۵۱۱) نمرې بیا سپینې پاتې دي، چې په تړاو یې نظرونه شریک شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د هېواد په کچه (۳۴) ولایتونو کې اجباري راستنېدونکو کورنیو لپاره منظم ښارګوټي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.