لغمان ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۰۶/۱۷
لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا اړوند یوې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي تېلوي وایي، یاده پرژوه د عامې روغتیا محترم ریاست اړوند د (ICU) واټ و، چې د ګډ هیئت له لوري ترې لیدنه وشوه.
نوموړی وایي، دمګړۍ په ساحه کې د سیخ تړلو چارې دوام لري چې تخنیکي ټیم یې د قراردادي شرکت مسؤل ته لارښوونه وکړه، تر څو چارې د پلان مطابق په ښه کیفیت ترسره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو پروژو کې د معیار او کیفیت پر خوندیتوب ټینګار کوي.
