د زابل ولایت په ځینو برخو کې ښاري تخلفات په ګوته شول

۱۴۴۶/۰۶/۰۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د زابل ولایت په ځینو برخو کې ښاري تخلفات په ګوته کړل، چې د حل لپاره به یې لاس په کار شي.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، د زابل شیخ متي بابا لیسې سویل لوري ته سیمه په پلان کې شنه ساحه ښودل شوې، خو په خبره یې چې خلکو په کې کورونه او هټۍ جوړې کړي دي.
نوموړی وایي، دغه راز په یاده سیمه کې د تېلو پمپ سټېشن هم جوړ شوی چې سوداګریزه ګټه ترې اخیستل کېږي.
زابل کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم وایي، د یادو مواردو په تړاو یې سیمه ییزه اداره هم په جریان کې اچولې او د کور او ښار جوړولو وزارت له حکم سره سم اقدام به کوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د منظمې ښارې ودې او پراختیا برخه کې کار کوي او له ټولو هېوادوالو غواړي چې د ابادۍ په مهال ښاري پلانونه په پام کې ونیسي او عمل پرې وکړي.