یو شمېر ایراني مهندسانو لېوالتیا وښوده چې د کور او ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې همکاري وکړي
۱۴۴۶/۵/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ایراني مهندسانو سره وکتل او د ښارونو او مسکن په تړاو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
لومړی، ایراني مهندسانو په (BIM) سیستم کې د ساختمان او مسکن د نقشو طرحې په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چمتو دي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په چوکاټ کې همکاري وکړي او د پانګونې زمینې برابرېدو په صورت کې پانګونه وکړي.
ایراني مهندسانو وویل، د ودانیو جوړولو سیستم نوی دی او کولای شي په نقشه کې ستونزې او نیمګړتیاوې په ښه توګه درک شي.
ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، ایراني مهندسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې په ښارونو او مسکن جوړولو برخه کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو دي.
ښاغلي نعماني وویل، هڅه به وکړي چې افغانستان کې د منظمې ښاري ودې او پراختیا او دغه راز د مسکن برخه کې د پانګونې لپاره په نوي کابل ښار کې زمینه برابره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو داخلي او بهرني پانګوالو غواړي چې راشي او په نوي کابل ښار کې د مسکن او منظمې ښاري ودې او پراختیا برخه کې پانګونه وکړي.