هلمند ولایت کې د معافیت کتلوي تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۵/۲
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نېک محمد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د معافیت کتلوي تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
ښاغلي مولوي نیک محمد وویل، د یادې دوه پوړیزې ودانۍ د لومړي او دویم پوړ کاشي اېښودل او په دې پروژه کې د کانالېزاسیون چارې روانې دي، چې له وضعیت یې څارنه وشوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي