د کور او ښار جوړولو وزارت یو شمېر هېوادوالو ته د کار کولو زمینه برابره کړه
۱۴۴۶/۰۳/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، د حکومتونو مسؤلیت دی، چې دندې وړ او ژمن کسانو ته وسپاري.
ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، که څه هم ځینې کسان د نورو له لوري ور پېژندل شوي، خو دوی د ازادو سیالیو له لارې ازموینو ته راجع کړل، تر څو وړ او ژمن کس انتخاب شي.
نوموړي وویل، خدای، نظام او ولس ته مسؤلیت لري او هڅه یې دا ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت ته وړ او ژمن کسان د ازادو سیالیو له لارې استخدام شي چې په خبره یې ازموینه د امانت په څېر ترې اخیستل کېږي.
سرپرست وزیر د ازادو سیالیو داوطلبانو ته په خطاب کې وویل، څوک چې د ورسپارل شوې دندې بې پروایي کوي او په سمه توګه یې نه ترسره کوي، د حدیث پر بنست خاین او بې ایمانه دی او هغه چې ژمنتیا ونه لري، نو بې دینه دی.
هغه ټولو ته وویل، چې له خپل رب سره ژمنه وکړي او دنده په پوره ایماندارۍ او صداقت سرته ورسوئ.
د خبرو په دوام ښاغلي شیخ نعماني وویل، دندې ته د غنیمت په سترګه نه، بلکې دامانت او ستر مسؤلیت په سترګه وکتل شي.
ورپسې د چارو ادارې محترم عمومي رئیس شیخ نورالحق انور، د استخدام بهیر د نظام یو اساس وباله چې په خبره یې د روڼتیا او سالمې ادارې د رامنځته کولو لپاره مهم دی.
ښاغلي شیخ نورالحق انور وویل، وړ کسان د بحرانونو او ستونزو لاملونه په ګوته کوي او حل لارې وړاندیز کوي.
نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت د هڅو په تائید وویل، دندې باید داسې کسانو ته وسپارل شي چې اداره پرې پیاوړې شي، نوښتونه وکړي او د بې نظمیو مخنیوی وکړي.
دغه خبرې د کور او ښار جوړولو وزارت د (۹۴) خالي بستونو د برېښنایي ازموینې په پرانست غونډه کې ترسره شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د شایسته سالارۍ لپاره انتخاب وکړي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.