په فراه ولایت کې د سړک د پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۴/۱۷
د فراه ولایت د ښار په اوله، دویمه، دریمه او څلورمه ناحیه کې د سړک د پروژې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا د قوماندانۍ د مخې د سړک چارې و څارل شوې.
نوموړي وویل، د يادې پرژې ودانیزې چارې (۸۰) سلنه مخته تللي او قرار دادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې تر څو چارې په معیار برابرې تر سره کړي.