په لوګر ولایت کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۶/۳/۲۸
په لوګر ولایت کې د کور او ښارجوړولو ریاست د تخنیکي ټیم لخوا دیو روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
د لوکر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په خروار ولسوالۍ کې د روغتیايي کلینیک ودانیزې چارې و څارل شوې.
د نوموړي په خبره، یاد کلینیک د عامې روغتیا ریاست اړوند دی چې د خروار ولسوالۍ په خواجه خیل کلي کې جوړیږي، چې ودانیزې چارې یې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا څارل کیږي.
د کور ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د ادارو د تعمیرونو لپاره نقشې ترتیبوي له ودانیزو چارو یې څارنه کوي، تر څو یاده پروژه په معیار برابره سرته و رسیږي.