په بلخ ولایت کې د ښوونځي له ودانیزو چارو ځارنه وشوه

۱۴۴۶/۳/۲۷
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عین الدین حامد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا په یاد ولایت کې د یو باب ښووځي له ودانیزو چارو څارنه وشوه.
ښاغلي مولوي حامد وویل، یاد ښوونځی د ښوونې او روزنې د محترم ریاست اړوند دی چې ودانیزې چارې یې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو لخوا څارل کیږي چې دمګړي د دې ښوونځي دوه پوړه مکمل شوي او ودانیزې چارې یې تر ډیره سرته رسیدلي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ادارو په غوښتنه د ادارو د تعمیرونو لپاره نقشه جوړوي او له ودانیزو چارو یې څارنه کوي، تر څو د نقشې مطابق په معیار برابرې یې چارې سرته و رسیږي.