د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښار ګوټي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱/۲۲
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو د ښار ګوټي سروې او خط اچونه تر سره کړه.
ښاغلي مولوي عدالمتین وویل، یاد ښار ګوټی د کندهار ښار څخه ۴۵ کیلو متره لرې په دامان ولسوالۍ کې پروت دی، چې په دې ښار ګوټي کې ټول سهولتونه په نظر کې نیول شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د بنسټیزو چارو د ترسره کولو په موخه بېلا بېلې سروې ترسره کوي او د پلان له مخې یې د پلي کېدا لپاره اړوندو ادارو ته سپاري، چې بیا د خپلو پلانونو له ښه تطبیق څخه څارنه کوي