د ارزوګان ولایت په خیروکاریز سیمه کې د اصلاحي پلان د تطبیق عملي چارې پیل شوې
۱۴۴۵/۱۲/۲۵
د ارزوکان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د محترم ښاروال عبدالرشید هدایت الله په شتون کې یې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان عملي چارې پیل شوې.
ښاغلي ابو احمد وویل، د خیرو کاریز سیمه چې د ارزګان د ښاروالۍ اړوند ده ګڼ نفوس لري چې د پلان د نشتون له امله د سختو ستونزو سره مخ وو.
د نوموړي په خبره، د اصلاحي پلان د تطبیق سره به د یادې سیمې د اوسیدونکو ستونزې حل شي.
د یادولو ده چې د اصلاحي پلان د تطبیق سره به په دې سیمه کې د صحت، ښوونې او روزنې، ښاري پراختیا، د ښار ښکلا او د دې ولایت د ښاروالۍ د عوایدو کچه لوړه شي.