په غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو
۱۴۴۵/۱۲/۲۴
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست د لروغونو ښارونو د ساتنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم په دې ولایت کې د شیخ عجل بابا د زیارت څخه لیدنه وکړه، چې د دې تاریخي زیارت ځینې برخې د تخریب په حال کې دي چې د دې ریاست د تخنیکي ټیم لخوا به یې جوړونې ته رسیدنه وشي.
همداراز ښاغلي متقي وویل، د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو تخنیکي ټیم د غزني ښار په دویم او دریم پلان کې د دوه هستوګنیزو نمرو د ودانیزو چارو څارنه وکړه، تر څو ښاري تخلفاتو محنیوي وشي او چارې د نقشې مطابق مخته ولاړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزرات تخنیکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې له ودانیزو چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې او انجنیري اصولو مطابق مخته ولاړې شي.