پکتیکا کې د یوې ودانیزې پروژې نیمګړتیاوې په ګوته شوې
![..](/sites/default/files/2024-06/whatsapp_image_2024-06-25_at_11.39.42_am.jpeg)
۱۴۴۵/۱۲/۱۸
پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دغه ولایت د نفت او ګازو عمومي مدیریت اړوند د تېلو د پمپ سټېشن جوړولو پروژي له ودانیزو چارو یې څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي سیف الجهاد وایي، د یاد پمپ سټېشن د جوړولو چارې مخکې پیل شوې وې، چې د خپل تخنیکې او مسلکي ټیم په ملتیا یې ترې څارنه وکړه.
نوموړی وایي، دمګړۍ هلته د تېلو ذخیرې جوړولو په موخه د بنسټ د کانکریټ اچولو او اداري تعمیر د تهدابونو لپاره لومړني اقدامات روان دي.
دغه راز، په یاده پروژه کې د نیمګړتیاو د اصلاح په اړه د پروژي قرار دادي شرکت ساحوي انجنیر ته هم لازمې لارښوونې وشوې او د نقشې او مشخصاتو مطابق د پروژې پر تطبیق ټینګار وشو.