د زابل مرکز قلات ښار د عمومی سړک حریم پلاني ساحه تثبیت شوه
۱۴۴۵/۰۹/۰۸
زابل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دغه ولایت د مرکز قلات ښار د عمومي سړک د حریم پلاني ساحه تثبیت شوه.
ښاغلي ملا دادګل مسلم وویل، د یاد سړک د حریم څېړنه او بررسي د د قلات محترمې ښاروالۍ په غوښتنه د زابل د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي او تخنیکي ټیم د یادې ښاروالۍ په همکارۍ ترسره کړه، چې په لومړي قدم کې یو دانه د تېلو پمپ سټېشن او یو شمېر هغه هټۍ چې د سړک په حریم کې جوړ شوي وو، تثبیت او د تخلیه حکم ورته صادر شو.نوموړي وویل، د زابل د کور او ښار جوړولو ریاست د دغه ولات له ښاروالۍ او ټولګټو چارو ریاست سره په همغږۍ په پام کې لري چې د ټولو ښاري پلانونو او سړک جوړولو چارو څارنه وکړي او د هر ډول غیر قانوني تصرفاتو مخنیوی وکړي.