د فراه په ښار کې د سړک جوړولو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۸/۲۶
د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وايی، د دې ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د ښار د ملنګ جان ۱۱ او د سید جمالدین افغان د ښارګوټي د سړکونو د پخولو له چارو څارنه وکړه.
د نوموړي په وینا، د دې سړکونو چارې ۸۰ سلنه سرته رسیدلې، چې په دې بررسۍ کې د موادو مخلوط او د سړکونو د قیرکولو چارې وڅېړل شوې.
یاد سړکونه د یاد ولایت د ښارالۍ په مالي لګښت د خصوصي شرکت لخوا رغول کېږي او د کور او ښار جوړولو ریاست یې څارنه کوي، تر څو یې چارې په اصولي او معیاري ډول سرته ورسېږي.