اقینې بندر کې د بارګیرۍ ګدام له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۸/۱۰
فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې اقینه بندر کې د بارګیرۍ د ګدام له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلی مولوي ذوالفقار وایي، د اقینې بندر د بارګیرۍ ګدام د فاریاب ولایت په خان چهارباغ ولسوالۍ کې د یاد ولایت د ښاروالۍ له لوري جوړېږي، چې د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه یې د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو له رغنیزو چارو څارنه وکړه.د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د کار د لا ښه والي په موخه قرادادي شرکت ته لازمې لارښوونې وکړې، تر څو چارې په انجنیري معیارونو برابرې مخته یوسي.