د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د یو مسجد له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۸/۳
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وايي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
ملا عبدالله فیضان وایي، څارونکي تخنیکي ټیم یې د یاد مسجد شریف د خښتو لګولو او کانکرېټ اچولو له چارو څارنه وکړه.
تخنیکي ټیم، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې او مشورې ورکړي، تر څو رغنیزې چارې په مسلکي او انجنیري اصولو مطابق مخته ولاړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونوکې د دولتي او نورو ادارو په غوښتنه د تعمیرونو لپاره مهندسي نقشې جوړوي، ډیزاینونه کوي او د معیار او کیفیت خوندیتوب په موخه له رغنیزو چارو څارنه کوي.