کونړ ولایت کې د بېلابېلو پروژو له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۷/۱۱
د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نبي الله وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په یاد ولایت کې د پوهنې ریاست، کرنې او مالدارۍ ریاست او د دې ولایت د پوهنتون د یو شمیر غنیزو پروژو له چارو څارنه وکړه.
کونړ کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د پوهنتون د سړکونو، استنادي دېوالونو، پارکونو، د موټرو تم ځای، د پوهنتون داخل کې چمن، او د اوبو د کانالونو له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
دغه راز، د کونړ ولایت محترم مقام او د یاد ولایت د پوهنې محترم ریاست په غوښتنه د معارف ریاست اړوند د یونسیف ادارې د واش WASH پروژې له چارو د یو هیئت په شتون کې څارنه وکړه.
په ورته وخت کې، د کونړولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د تعمیر د برق سیستم، نل ځغلونې، او احاطوي دېوال لپاره د کور اوښ ار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم براورد هم ترسره کړ.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.