میدان وردکو ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټو سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو څېړنه وشوه
۱۴۴۵/۰۶/۱۳
میدان وردکو ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وایي، ګډ مسلکي ټیم د دغه ولایت په مرکز او نرخ ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټو سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو څېړنه وکړه.
په یاد تخنیکي هیئت کې د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ د میدان وردکو ولایت ښاروالۍ، کلیو بیارغونې او پراختیا، دریایي حوزو او د مهاجرینو ریاست استازو برخه اخیستې وه، تر څو په یاد ولایت کې سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو څېړنه او بررسي وکړي.
دغه بررسي په دې موخه وشوه، چې څنګه کېدای شي د مهاجرینو ښارګوټو لپاره د اوبو سرچینې برابرې
او د اوبو له کمښت سره مخامخ نه شي.
د ا.ا.ا، د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې د خپل ولس لپاره خدمات وړاندې کړي، له ستونزو سره مخامخ نه شي او هوسا ژوند ولري.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.