بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د خالي بستونو ازموینه واخیسته

۱۴۴۵/۶/۳
د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د اداري اصلاحاتو او په دې ولایت کې د بشري سرچینو د استازو په شتون کې د څلورو خالي بستونو لپاره د په شرایطو له برابر کسانو ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه د مسلکي کسانو د ګمارنې په موخه واخیستل شوه، تر څو کار اهل کار ته وسپارل شي.
په ازموینه کې ګډون کوونکو ته بشپړ ډاډ ورکړل شو چې حقوق به یې نه ضایع کېږي او هر کس به د خپلې وړتیا پر اساس خالي بستونو کې جذبیږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت خلکو د کار موندنې او د چارو د غوره پرمختګ په موخه د ازادو سیالیو له لارې د مرکز او ولایتونو د خالي بستونو لپاره وړ کسان ګماري.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.