د زابل ولایت د قلات ښار د توري د اوبو بند څخه نظارت وشو
1445/2/11
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د قلات ښار په شمال غرب کې د توري د اوبو د بند د جوړولو له چارو څارنه وکړه.
د دې بند د جوړولو چارې د ملي پراختیا دولتي شرکت لخوا په مخ وړل کیږي، چې په دې بررسۍ کې قرارادادي شرکت ته سپارښتنه وشوه، تر څو د دې بند چارې د قرارداد او انجنیرۍ اصولو مطابق مخته یوسي.
دغه راز په دې اړه ځینې شته ستونزې په ګوته شوې تر څو اصلاح شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دولتي ساختماني چارو له جوړیدو څخه څارنه کوي ترڅو کارونه په معیاري او مسلکي شکل مخته ولاړ شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.