د ښاري نقشو ځانګړي کمېسیون څلورمه ناسته وکړه
۱۴۴۴/۰۶/۲۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ځانګړي کمېسیون څلورمه ناسته وکړه، چې په کې په تېرو پرېکړو خبرې وشوې او ټینګار وشو چې د دې کمیسیون پرېکړې دې په ټاکلي وخت پلې شي.
د دې کمیسیون غړو د درې ښارونو(هرات، کندهار اوخوست) د نقشو چې پخوا د کور او ښار جوړولو وزارت له ادارو، د احصایې محترمې ملي ادارې او د چارو محترمې ادارې لخوا لاسلیک شوي دي او دغه راز په ولایتونو کې د پمپ سټېشنونو د رامنځته کولو په تګلارې خبرې او نظرونه شریک شول.
د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، د درې ښارونو( هرات، کندهار او خوست) نقشې چې پخوا امضا شوې دي په تخنیکي کمېټه کې دې سوابق او اسنادو ته په کتو پرې بحث وشي او په ولایتونو کې د پمپ سټېشونونو رامنځته کول دې طرزالعمل ته په کتو پرېکړه پلې شي.
___________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.