بدخشان ولایت کې نږدې سل خپل سري ښاري تعدیلات په نښه شول
۱۴۴۴/۰۵/۲۷
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په فیض اباد ښار او کشم ولسوالۍ کې (۹۸) خپل سري ښاري تعدیلات په نښه کړل، چې په تړاو به یې قانوني اجرات وشي.
د دغې بررسۍ په لړ کې اته شپېته (۶۸) موقعیتونه په کشم ولسوالۍ او دېرش (۳۰) موقعیتونه په فیض اباد ښار کې په نښه شول، چې استوګنیزې نمرې، شنې ساحې، کرنیزې ځمکې په خپل سرې توګه په سوداګریزو سیمو تبدیل شوي دي.
د غیر قانوني او خپل سرو تعدیلاتو د په نښه کولو او مخنیوي لړۍ دوام لري او ښایي نورې بېلګې هم ثبت شي.د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارونو تفصیلي پلانونو سره سم سرغړونې او خپل سرۍ په نښه کوي او پر وړاندې یې قانوني کړنې ترسره کوي.