د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري پلانونو برخې رئیسانو د خپلو کړنو په اړه د دغه وزارت د ښاري چارور مرستیال ته راپور ورکړ
۱۴۴۴/۰۵/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال محترم شیخ مدار علي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د ښاري پلانونو د برخې له رئیسانو سره وکتل، چې یادو رئیسانو د خپلو تېرو کړنو، پلانونو، تشکیلاتو، دندو او مکلفیتونو په اړه راپور ورکړ.د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال د اړوندو رئیسانو د کاري راپور تر اورېدو وروسته، لازمې لارښوونې وکړې او رئیسان یې متوجه کړل چې په خپلو چارو کې له بشپړې پاملرنې کار واخلي، تر څو د هېواد په کچه ښارونه په اسلامي، معیاري او ملي بڼه پراختیا ومومي.