جوزجان ولایت کې د قالین اوبدلو د پروسس مرکز رغنیزې چارې پیل شوې
۱۴۴۴/۰۴/۰۷
د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلینو په جوزجان ولایت کې د ا.ا.ا د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د قالین اوبدلو د پروسس د یوه مرکز د جوړیدو ډبره کېښوده.
یاد مرکز د پناه اخیستونکو چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ «UNHCR» لخوا د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، په یو پوړییز شکل جویږي.
یاد مرکز چې په (۲۰۰۰) متر مربع ځمکه کې جوړيږي ورسره به دولس سوه کار کونکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.