د بدخشان ولایت د جرم او بهارک ولسوالیو لپاره د سړو خونو د جوړیدو چارې پیل شوې
![picture](/sites/default/files/2022-10/whatsapp_image_2022-10-09_at_9.49.35_am.jpeg)
۱۴۴۴/۳/۱۳ د بدخشان ولایت د ښار جوړولو او مسکن ریاست او د دې ولایت د زراعت اوبو او مالدارۍ ریاست لخوا د جرم او بهارک ولسوالیو لپاره د سړو خونو د جوړیدو تهداب کیښودل شو. د ښار جوړولو او مسکن ریاست د نقشو او ډیزاین ترڅنګ د دې سړو خونو د جوړیدو له چارو هم څارنه کوي. یادې سړې خونې چې جرم او بهارک ولسوالیو کې دي د زراعت اوبو او مالدارۍ ریاست لخوا جوړیږي. د ښار جوړولو او مسکن وزارت د دولتي ادارو په غوښتنه د ودانیو نقشې ډیزاین کوي او د نوموړو کارونو د کمیت او کیفیت څخه څارنه کوي