هرات ولایت کې له پنځه میلیون زیاتې افغانۍ عواید ترلاسه شول
۱۴۴۳/۱۱/۱۰
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې (۵۰۰۷۶۱۸) پنځه میلیون، اووه زره ، شپږ سوه اتلس افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
د یادونې وړ ده چې راټول شوي عواید د قبالو د دوه سلنې محصول او د بیع قطعي قبالو د زر (۱۰۰۰) افغانۍ فیس له درکه لاسته راغلي دي.
راټول شوي عواید د هرات ولایت د مستوفیت له لارې د دولت خزانې ته اضافه شوي دي.