پروان ولایت د چاریکارو چوک د زیرزمینۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۳/۱۰/۳۰
د پروان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د چاریکارو چوک د زیرزمینۍ چارو د کیفیت او کاري کمیت ارزونه وکړه.
د پروان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د زیرزمینۍ چارو په اړه سپارښتنه کړې چې کانکریت اچونه او اوبه ورکول دې په سمه توګه ترسره شي او چارو ته دې چټکتیا ورکړل شي چې پر مخت یې کار تمام شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دغه وزارت اړوندو پروژو څخه وخت په وخت څارنه او پالنه کوي او هڅه کوي چې د ټولو اړوندو پروژو چارې پر وخت ختمې شي.