بامیان ولایت کې د یو جومات د رغېدو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۳/۱۰/۲۸
د بامیان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو د بامیان ولایت په مقام کې د رغېدونکي جومات له رغنیزو چارو لیدنه او څارنه وکړه.
مسؤلین وایي، د یادې پروژې د رغېدو چارې (۷۵) سلنه مخکې تللي چې پاتې چارې به یې هم ژر بشپړې شي.
د بامیان ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلین وایي، یوازې د داخلي او بیروني رنګ نوعیت او څرنګوالي په موخه یې د ولایت مقام سره مشوره پاتې ده چې تر مشورې وروسته به هغه هم بشپړ شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول هېواد په کچه د رغنیزو پروژو کیفیت او عصریتوب ته پآملرنه کوي او دا چې څنګه کولی شي ټولې رغنیزې پروژې معیاري، باکیفیته او د وخت اړتیاوو سره سم پرمخ لاړې شي.